ستراتېژیک تړون او د اووه سرو بلاګانو راټوکېدل
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

        د څو لسیزو راهیسې د سیمې ځینې هېوادونه او ورڅېرمه د عربو په ګډون د ځینو نورو هېوادو جاسوسي کړۍ افغانستان سولې ، ثبات ، سوکالۍ او پرمختګ ته نه پریږدي . ددې شیطاني او ابلیسي ځواکونو په سرکې د پنجاب ای ایس ای ــ پوځیان ، ایراني اخوندان او عربي بدماشان ځای لري .

افغانستان چې وچه کې ښکېل او سمندر ته لاسرسی نلري د همدغو شومو او سراښو هېوادو او ځوکونو په منځ کې پروت او تل د سوداګریزو ستونځو ، اقتصادي بندیزونو او ددې هېوادونو لخوا له مالي لوټ تالان سره مخ دی .

همدارنګه دا شیطاني هېوادونه او په دوی پورې تړلې جاسوسي کړۍ افغانستان کې دننه جګړه او نا امني جاري ساتي . په تېرو دوه میاشتو کې پنجاب څه د پاڅه ۸۰۰ توغندي د کونړونو پر ولایت ویشتلي چې په هغو کې ۴۲ بې ګنا افغانان شهیدان او همدوره ټپيان شوي دی . د ننګرهار د ګوشتې او د خوست پر څو نورو ولسوالیو د پنجابي توغنديو باران ، دلته یوازې د پنجاب د ګاونډيتوب او ګوزارې د یوې بېلګې پتوګه رااخلم .

پنجاب افغانستان کې دننه هم افغانانو ته د سر سړی ژوندی نه پریږدي . په تېرو اوونیو کې يي د افغاني ټولنې څو مخکښه کسان په سرو وینو کې ولمبول او په راتلونکې کې به هم د ای ایس ای په لاس د افغاني مشرانو د وژلو لړۍ ادامه ولري .

بلخوا هغه سوداګریز تړون چې پنجاب يي افغانستان سره لري او  دهغې له مخې باید افغانستان د هند سمندر ته لاسرسي ولري ، پنجاب يي تل د یوې سیاسي وسیلې پتوګه د افغانستان پر ضد کاروي . څو موده وړاندې په سلګونو افغاني ګاډي چې هغو کې تازه مېوې بار وې پنجاب دننه خپله خاوره کې درولي ساتلي وو .

له پنجاب سربېره ایران بل هغه ټګمار ، سراښ او شریر ګاونډي دی چې د افغانستان تاریخ ، کلتور ، ژبي او شتون ته يي سترګې نیولي . ایران ، افغانستان د خپلې شیعه ، کلتوري او ژبنۍ امپراتورۍ ختیځه برخه بولي او په دې موخه يي خپلو جاسوسي کړیو ته دنده سپارلې چې افغانستان کې دننه خپلو ګوډاګیانو سره یو ځای افغان دولت جوړېدو ته پرینږدي ، تر څو دې شومې موخې ته په اسانۍ ورسیږي . دوی همدارنګه د پنجاب پشان یوخوا ترهګرو ته وسلې ورکوي چې د افغانستان په ورانۍ کې يي وکاروي او بلخوا ولسې جرګه کې روستیو شخړو ته په کتو سره غواړي افغان دولت بوخت وساتي  چې هېواد ته د سولې او امنیت په راوستو کې فرصت ونه لري او تل لکه د چینجیو پتوګه دولت له دننه وخوري .       

کافي به وي چې دلته د یوه ایراني تالي څټې لیدتوګه ( نظر ) راواخلم چې خاوران بریښناپاڼه يي د خپلې کړنلارې پتوګه تل پخپلې تنډې لیکلې ساتی « بهترین و منطقی ترین گزینه تجزیه مسالمت آمیز این کشور ( افغانستان ) میباشد که به جز این گزینه، هیچ گزینه ی دیگری نمیتواند برای بحران تاریخی این کشور نقطه پایان بگذارد »

د مذهبي توندلارو او ترهګرو په لیکو کې چې د ایران او پنجاب په ملاتړ سمبالیږي او افغانستان کې جنګیږي د سیمي د نورو هیوادونو او عربي ترهګر هم لیدل کیږي چې هیواد کې روان کړکېچ نور هم پیچلی کوي .

افغانستان چې پوځي ځواک او اردو يي د ګاونډیانو په چلوټو کې له منځه تللي ، اقتصادي او مالي بنسټونه يي ړنګ شوي او ملي کادرونه يي وژل شوي او یا له هیواده شړل شوی ، دې ټولو برخو کې په تېره بیا سراښو ګاونډیانو ، نړیوالو ترهګرو او مذهبي لیونیانو سره د ګټورې مبارزې او بري لپاره نړیوالو همکاریو ، مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري .

نوی افغانستان د ملي کادرونو له روزنې ، تخنیک او پانګې پرته نه جوړیږي . نوی تخنیک ، پانګه او پوهه لویدیځ سره دي . ګاونډیان ، عربان ، وهابیان او مذهبي ترهګر له دې ټولو خدای تر ابده محروم کړي دي . ګاونډیان موږ ته یوازي ترهګر ، ورانکاري او سړیخواره پاللی او رالیږلی شي .

بلخوا د خواشینۍ خبره دا ده چې پنجاب او ایران ، افغانستان ته د مرګ او ورانۍ د استازو په رالیږلو سربېره افغانانو ته دا خبره هم کوي :

 ــ سیمه او نړۍ کې د دوستانو په توګه څوک غوره کړۍ او څوک غوره نه کړۍ !

ــ چا سره  راشه درشه ولرۍ او چا سره نه !

ــ کوم هیواد سره سوداګریځ ، پوځی او کلتوري تړون لاسلیک کړي او کوم سره يي مه لاسلیکوۍ !

پنجاب موږ ته په صفا ټکو کې وايي چې افغانستان کې هند ته په تېره بیا کندهار، جلال اباد او پکتیا کې کونسلګري مه ورکوۍ !

همدارنګه پنجاب افغانانو ته وايي چې که امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیکیږي په سیمه کې دا یوازي د پنجاب حق دي . که پنجاب داسې تړون لاسلیک کړي ، اسلام ته کوم خطر نشته او پنجابیان په دې کار سره نه کافر کیږي . د پنجاب په ګومان په داسې تړون سره د اسلام قلا په پنجاب کې نوره هم پیاوړي کیږي لکه چې تر اوسه پورې د امریکا او انګریز سره په دوستۍ کې دا قلا پیاوړې وه !

 خو که افغانستان له امریکا سره داسې تړون لاسلیکوي، بیا سوچه کفر دی او افغانان ټول پرې کافر کیږي . پنجاب د اسلام د ژغورون په خاطر ښه نه ګڼي او افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې امریکا سره ستراتیژیک تړون یا بل هر ډول تړون لاسلیک کړي . ترهګرو او مذهبي توندلارو ته وايي که دا خبره د پنجاب دولت پخپله ژبه وکړي ، رسوا کیږی نو ښه دا ده چې تاسو مذهبیان يي پخپله ژبه افغانانو ته وکړۍ !

که افغانان ستاسو دا خبره نه مني نو بیا ټول افغانان واجب القتل او مباح الدم دي !

د واسکټونو چوول مو جواز پیداکوي ، د افغانستان وراني مو په ثواب کې شمېرل کیږي او د افغانانو په ټولوژنې سره د جنتونو طوطیان ګرځۍ !

ایران هم ددې تړون په اړه خپل د مخالفت نیت نه پټوي . هڅه کوي خپل ټول پټ او ښکاره پیریان پر افغان دولت رانازل کړي چې د تړون له لاسلیکه بېزار شي .

په سیمه کې نورې اووه سرې او څو سرې بلاګانې هم چې دلته ، هلته په کمین کې دي په ټوله وسه زیار باسي چې افغانان له روان ناورین څخه  وتونلار پیدا نکړي . لویدیځ او امریکا د افغانستان په کنډو کې راګیر کړي او د افغانانو د سرونو په بیه امریکا او لویدیځ سره خپله زړه حسابي تصفیه کړي .

خو ډیری په دې اند دی همدغو شریرو ګاونډیانو افغانان اړکړي چې د دوی له لاسه لویدیځ او په تېره بیا امریکا ته پنا یوسي . افغانستان چې نړۍ کې د ناپیلتوب غورځنګ بنسټګر او سیمه کې يي ټولو سره د ښه ګاونډیتوب او سوله یځ ګډ ژوند لار چلولې، د ګاونډیانو د پلپسې لاسوهنو او جګړو په لامل اړ دی چې لویدیځ څخه مرسته وغواړي .

په ځای ده چې دلته د ۱۹۸۸ کال د ژنیوتړون رایاد کړم . د ژنیو په تړون کي دغه لاندي معاهدې شاملي وې :
۱لف ــ د افغانستان څخه به روسي فوځونه وځي
ب
ــ  پاکستان به د افغانستان په داخل کي لاسوهنه نه کوي
ج
ــ پاکستان به د افغان جهادي ډلو څخه لاس اخلي

خو کله چې د ژنیو تړون پر بنسټ افغانستان څخه روسان ووتل ، پنجاب  د معاهدې نورو برخو ته ژمن پاتې نشو . د ۱۹۸۹ د فبرورۍ په ۱۵ مه د روسانو وتل بشپړ شول او د همدې کال په مارچ کې  پنجابیانو د خپلې ۱۱ مې او ۱۸ مې فرقې په ملاتړ په جلال اباد پوځي علني یرغل پیل کړ او د ټولو ژمنو په خلاف يي  په پنجاب کې د مجاهدینو په نوم موقت حکومت اعلان کړ . پر جلال اباد د یرغل لپاره نه یوازې افغاني تش په نوم مجاهدین بلکې پنجابی پوځ ، د سیمې او نړۍ ټول پیریان او دیوان د وهابیانو ، مذهبي ترهګرو او توندلارو او په پاکستان کې د اسلامي ګوندونو او تنظیمونو نورې ډلې ټولې اشر شوي وي . که څه هم  هغه مهال له جلال اباد او افغانستان څخه په افغاني ننګ او ویاړ دفاع وشوه او هغه وساتل شو او د ژمي توره رټه د پنجاب او د هغه مهال د پنجابي تالي څټو پر مخ پاتې شوه ، خو دلته ددې خبرو بیا رایاد له تاریخ څخه د یوې زده کړې پتوګه وړاندې کیږي .            

د همداسې ترخو واقعیتونو پر بنسټ  یو وار بیا ګاونډیانو ، په تېره بیا پنجاب او ایران ، مذهبي توندلارو او عربي بدماشانو افغانستان اړکړی چې امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي . که افغانستان کې ددغو هیوادو او ځواکونو پلپسې لاسوهنې او جګړې نه وايی افغانستان داسې تړون ته اړتیا نه درلوده ! 

افغانان اړ شوی چې یوخوا د خپل هیواد بیا رغونې لپاره چې د همدغو شریرو ګاونډیانو په لاس وران شوی د لویدیځ مرسته واخلي او بلخوا هیواد کې د سولې او امنیت لپاره امریکا ، لویدیځ او بل هر هیواد سره چې ملي ګټې يي وغواړي داسې تړونونه لاسلیک کړي .

د هر ډول تړونونو پریکړه به افغان ملت کوي ، نه ګاونډیان ، نه د هغوی بړیڅي او نه ترهکر !

د ۲۰۱۱ کال د اګست ۱۰ مه

 

  

 


August 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات